د چين استازي د کيمياوي وسلو د مخنيوي تړون د ساتلو غوښتنه وکړه
CMG2021-12-03 10:44:49
شريکول:

د کيمياوي وسلو د ممنوعيت تړون د لاسليک کوونکو ۲۶ مه غونډه د نومبر له ۲۹ مې نېټې څخه د ډسمبر تر دوهمې نېټې پورې د هالنډ په هېګ کې ترسره شوه.

په هالنډ کې د چين لوی سفير او د کيمياوي وسلو مخنيوي سازمان کې د چين دايمي استازي تان جيان دغې غونډې ته په وينا کې وویل، چې بېلابېلې خواوې دې د تاريخ د پرمختګ له لوري سره سم ګامونه پورته کړي، رښتيني څواړخيزم دې عملي او د کيمياوي وسلو د مخنيوي تړون دې په هراړخيزه او برابره توګه تطبيق کړي او د دغه تړون پر ساتلو دې ټينګار وکړي.