د چين د اساسي قانون ورځ
CMG2021-12-03 17:09:30
شريکول:

د ډسمبر ۴مه نېټه د چين د اساسي قانون د ياد له ورځې سره برابره ده. د چين اساسي قانون د دغه هېواد د ټولو نافذه قوانينو بنسټ جوړوي او تر ټولو لوړ قانوني اهميت لري او د چين د کمونېست ګوند او خلکو عمده اراده ښکارندويي کوي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جي پينګ څو څو ځلې د هېواد په نافذه قوانينو کې د چين اساسي قانون لومړی مقام او صلاحيت ادعا کړی.

نوموړي د ۲۰۲۱م کال د ډسمبر په ۴مه نېټه د روان اساسي قانون د تطبيق د ۳۰مې کليزې په يادغونډه کې ويلي، چې د عدلي او قضايي ادارې په برخه کې د عصري سوسياليستيک هېواد د ابادۍ لپاره بايد په هراړخيزه توګه اساسي قانون پلی شي.

اساسي قانون د حکومتوالۍ عمومي تګلاره ده او د ټولو اتباعو د کړنو اصل او د اتباعو د حقه حقونو د تامين قانوني وسيله ده. شي جين پينګ زياته کړه، چې د چين په ټولنه کې بايد د اساسي قانون او نورو قوانينو صلاحيت معلوم وي، څو خلک پر قوانينو لا باور ولري او له قوانينو څخه ښه استفاده وکړي.