ملګرو ملتونو د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو په ترڅ کې د اوربند پرېکړه ليک تصويب کړ
cri2021-12-03 15:03:32
شريکول:

د ملګرو ملتونو په ۷۶مې عمومي اسمبلې کې د ډسمبر په دوهمه نېټه د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو په ترڅ کې د اوربند پرېکړه ليک تصويب شو. دغه پرېکړه ليک د چين او د اولمپيک نړيوالې کميټې لخوا طرح او د ۱۷۳ غړو هېوادونو لخوا وړانديز شوی و.
په دې پريکړه ليک کې له بېلا بېلو هيوادونو څخه غوښتنه شوې، چې په سوله ييزې او ډيپلوماتيکې لارې خپلمنځي شخړې حل کړي او د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو له پيل اوه ورځې مخکې او د بېجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو له پای ته رسېدو تر اوه ورځو پورې د اوربند پرېکړه ليک مراعات کړي.
په دې پرېکړه ليک کې له کرونا وبا سره په مبارزه کې د سپورټ رول هم ډېر مهم بلل شوی دی.

(شکريه)