د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د اټومي تړون د اړوندو خواوو استازو د ډسمبر په ۳ مه نېټه موافقه وکړه، چې د یاد تړون په اړه خبرې اترې به په راتلونکي اوونۍ کې په ويانا کې بيا پيل شي.
په ويانا کې د ملګرو ملتونو په چارو کې د چين دايمي استازي وانګ چون وويل، د تړون د دوباره پلي کېدو په اړه د امريکا او ايران تر منځ د ۷ مې دورې خبرې اترې جدي دي. ده وویل، سره له دې چې پخوا هم له دغو خبرو برياليتوب نه دی تر لاسه شوی، خو بیا هم د راتلونکو خبرو پرمختګ ته بايد پام وشي . ده زیاته کړه، چې بېلا بېلو خواوو موافقه وکړه، چې يادې خبرې اترې وځنډوي تر څو د بیا پیل کېدو لپاره جلا څېړنې وکړي.
(مينه)