د امريکا د ناروغيو د کنټرول مرکز: ښايي چې د اوميکرون ويروس به په دغه هېواد کې خپور شي
CRI2021-12-04 11:05:05
شريکول:

د امريکا د ناروغيو د کنټرول او دفاع مرکز منشي روچيلي ویلينسکي د دسمبر په ۳مه نېټه ويلي، امريکا اوس د کرونا وبا د خپرېدو په بهير کې د ډيلټه ويروس په اندېښنه لری، خو ښايي چې د اوميکرون ويروس به په نژدې راتلونکې کې د کرونا وبا د خپرېدو عمده ويروس وګرځي.

نوموړې د امريکا له خلکو څخه غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره د کرونا ضد پياوړی واکسين وکړي او د کرونا ضد د نورو تدبيرونو مراعات وکړي. هغې وويل، ښايي دغه تدبيرونه د اوميکرون ويروس دفاع وکولای شي. اوسمهال د امريکا په اوو ايالتونو کې د اوميکرون په ويروس اخته کسان  پېژندل شوي دي.