د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د دسمبر د ۳مې نيټې په ماسپښين د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمد قرېشي سره په ټليفونې خبرو کې د امريکا لخوا د تش په نامه ډيموکراتيکې سرمشريزې د جوړېدو په هکله د چين دريځ بيان کړ.
وانګ يي وويل، د امريکا موخه ډيموکراسي نه ده، بلکې تسلط غوښتنه ده. امريکا غواړي د ډيموکراسۍ په نوم په نړۍ کې د بادارۍ مقام وساتي او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي، په بدنامه د ډيموکراسۍ ارزښت کاروي او په نړۍ کې د نظريو توپيرونه جوړوي. امريکا د ډيموکراسۍ په چارو کې په خپله ډېرې مسئلې لري، خو ځان د ډيموکراسۍ ساتونکی بولي. زيات شمېر هېوادونه دا نظر لري، چې امريکا نورو هېوادونو ته د امتحان ورکولو او معيارونو ټاکلو حيثيت نه لري او نورو هېوادونو ته د امريکا په بڼه د ډيموکراسۍ د خپرولو حق نه لري.