يو ښه ولسي ډيموکراتيک نظام بايد د ټولنيزو اختلافونو پر ځای ټولنيزه اجماع رامنځ ته کړي٬ د بې عدالتۍ پر ځای دې ټولنيز عدالت وساتي او د کړکيچ پر ځای دې د ټولنيز ثبات ساتنه وکړي. پخوا د چین اداره له ډېرو ستونزو سره مخ وه. چين د ولسي ډيموکراتيک نظام په پلي کېدو سره د بېلا بېلو ټولنيزو ګټو همغږي وکړه٬ د ګډو افکارو ، ګټو او موخو پر بنسټ یې يووالی وساته او خلکو ته یې خوښي او ټولنې ته یې ثبات راووړ. چین په څو لسيزو کې د صنعتي کېدو له هغه بهير څخه تېر شوی، چې لويديځ پرمختللي هېوادونه ترې سلګونه کاله وړاندې تېر شوي وو. د دې ترڅنګ چين نه یوازې د اقتصادي پرمختګ، بلکې د اوږد مهاله ټولنیز ثبات په برخه کې عجيب کار تر سره کړی دی.