د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د چين د ډيموکراسۍ تر عنوان سپين کتاب خپور کړ
CRI2021-12-04 11:42:13
شريکول:

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د دسمبر په ۴مه نېټه د چين د ډيموکراسۍ تر عنوان سپين کتاب خپور او په دې اړه يې خبري ناسته تر سره کړه، چې اړوندو چارواکو  یې په اړه معلومات ورکړل.

په دغه سپين کتاب کې په هر اړخیزه توګه د چين د ډيموکراسۍ نظريې، ميکانيزم او سيستم، د تجربو او د خدمتونو او برياليتوبونو په هکله معلومات ليکل شوي دي.

په  دې کتاب کې دې ته اشاره  شوې، چې ډيموکراسي د ټولو انسانانو ګډ ارزښت دی ، د چين ډيموکراسي د خلکو ډيموکراسي ده او اصلي اهميت او مرکزیت یې دا دی،  چې ولس د هېواد خاوند دی.

په دغه سپين کتاب کې ليکل شوي، چې دا معیارونه باید په نظر کې ونیول شي، چې ایا د يو هېواد د سياسي نظام ډيموکرتيک او اغېزمن دی يا نه؟  آيا د هېواد مشرتابه د قانون له مخې په منظم ډول بدلېږي يا نه، آيا ټول ولس د قانون له مخې د هېواد چارې اداره کولی شي يا نه،  آيا خلک د خپلو ګټو لپاره غوښتنې وړاندې کولی شي يا نه، آيا بېلا بېلې ټولنې په اغېزمنه توګه د هېواد په سياسي چارو کې ګډون کولی شي يا نه، آيا د هېواد تګلارې علمي او ډيموکراتيک بهير لري يا نه، آيا په بېلا بېلو برخو کې مستعد کسان د عادلانه سياليو له لارې د هېواد د مشرۍ او اداره کولو په سيستم کې ګډون کولی شي يا نه، آيا واکمن ګوند د اساسي قانون له مخې د دولتي چارو مشري کولی شي يا نه، آيا واک په اغېزمنه توګه تر نظارت لاندې نیول کېدای شي يا نه.

په دغه سپين کتاب کې دې ته اشاره  شوې، چې ډيموکراسي د بېلا بېلو هېوادونو  حق او د کم شمېر نورو هېوادونو امتیاز نه دی.