د (ډيموکراسۍ: د انسانانو ګډ ارزښت) نړيوال فورم په بيجينګ کې پرانيستل شو
CRI2021-12-05 14:49:31
شريکول:

د (ډيموکراسۍ: د انسانانو ګډ ارزښت) نړيوال فورم د دسمبر پر ۴مه د چين په پلازمينه بېجينګ کې پرانيستل شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د دې کمېټې د مطبوعاتي چارو څانګې مشر هوانګ کون مينګ په دغه فورم کې ګډون او وينا وکړه.

نوموړي وويل، چې د چين کمونېست ګوند له سلو کالو راهيسې د ولسونو د مشري کولو په بهير کې د ډيموکراسۍ د لټولو، پرمختګ او رامنځته کولو لپاره هڅې کړې دي او په چين کې ډيموکراتيکه لاره لا نوره پخه شوې ده. د چين د ډيموکراسۍ اصلي اهميت او مرکزيت دا دی چې هيواد د خلکو په لاس کې دی.

هوانګ کون مينګ پر دې ټينګار وکړ، چې ډيموکراسي مختلفې بڼې لري او بېلابېل هېوادونه بايد يو د بل درناوی وکړي، د توپيرونو په موجوديت سره دې ګډې ګټې ولټوي، يو له بل څخه دې تجربې واخلي. بايد يووالی پياوړی شي، خو تجزيه دې رامنځته نه شي، د همکارۍ هڅونه دې وشي، خو تقابل دې جوړ نه شي، خلکو ته دې لا زياتې ګټې ورسول شي، خو ترينګلتيا دې جوړه نه شي.

د څه باندې ۱۲۰ هېوادونو او سيمو او شلو نړيوالو سازمانونو تر ۵۰۰ زیاتو ميلمنو په انلاين او اوف لاين ډول په دغه فورم کې ګډون کړی و.