د چين د مذهبي کارونو دولتي غونډه د دسمبر له ۳مې څخه تر ۴مې پورې د دغه هېواد په پلازمينه بېجينګ کې تر سره شوه. د دغه هېواد د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي نظامي کميټې رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه.
شي جين پينګ وويل، چې په چين کې مذهبي ډلې د کمونېست ګوند او حکومت او د مذهبي شخصيتونو او د مذهبونو د پلويانو تر منځ د يووالي او اړيکو جوړولو پل دی، د چين حکومت به د کارونو په برخه کې دغو ډلو ته زمينه برابره کړي او په مذهبي چارو کې به د دوی له رول څخه ملاتړ وکړي.