چين ((د امریکا د ډيموکراسۍ وضعيت )) راپور خپور کړ
CMG2021-12-05 13:01:02
شريکول:

د چین د بهرنيو چارو وزارت د دسمبر پر پنځمې په خپله ويبپاڼه کې ((د امریکا د ديموکراسۍ وضعيت)) راپور خپور کړ او د يولړ بېلګو، شمېرنو او د یو شمېر هېوادونو د ارګانونو او کارپوهانو له قوله يې د امريکا د ډيموکراتيک نظام نيمګړتياوې تحليلې کړې دي.

په دغه راپور کې لیکل شوي، چې ډيموکراسي د انسانانو ګډ ارزښت او د بېلابېلو هېوادونو د خلکو حق دی، د ډيموکراسۍ د رامنځته کولو لپاره مختلفې طريقې کارول کیږي او د هر هېواد سياسي نظام بايد د همدغه هېواد د خلکو لخوا وټاکل شي.

په دې راپور کې زیاته شوې، چې د امريکا ډيموکراتيک نظام پرمختګونه کړي وو او ځانګړتياوې يې درلودې، خو د وخت په تېرېدو سره يې تدريجي بدلون کړی او رامنځته شوې اغېزې يې له خپلو اصلي موخو سره سمون نه لري. امریکا دې د خپلو خلکو ډيموکراتيک حقونه تضمين کړي، خپل ډيموکراتيک نظام دې لااصلاح کړي او د دې ترڅنګ بايد زیاتې نړيوالې دندې ترسره کړي، پر نورو هېوادونو بايد خپل نظام ونه تپي او د ډيموکراسۍ په پلمه بايد د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې مداخله ونه کړي.