شن های شيونګ: ايا د جورج فلويډ په څېر امريکايان ډيموکراتيک او بشري حق لري؟
CMG2021-12-05 16:54:09
شريکول:

د چين مېډيا ګروپ رئيس او عمومي اېډيټر شن های شيونګ د ډسمبر په څلورمه نېټه د (( ډيموکراسي: د ټولو انسانانو ګډ ارزښت)) نړیوال فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

نوموړي په خپله وینا کې د امريکا هغه کړنې چې پر نورو هېوادونو يې په زوره خپل ډيموکراتیک نظام تپلی، په کلکه وغندلې او ويې ويل، چې د امريکا ډیموکراتيک نظام نيمګړی شوی او پدې اړه تر ټولو ښه بېلګه يې دا ده، چې دغه هېواد د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه پر افغانستان تېری وکړ او ګڼ شمېر بې ګناه ولسي وګړي يې ووژل او د وژل شوو کسانو کورنۍ يې ناهيلې پرېښودلي. نوموړي وپوښتل، چې آيا د امریکا د ډيموکراسۍ نمونه همدا ده؟ ولې امریکايانو په خپل هېواد کې دغه ډول نظام نه دی عملی کړی؟ آيا تور پوستي جورج فلويډ په څېر امریکايان ډيموکراتیک او بشري حق لري؟

ښاغلي شن های شیونګ زياته کړه، چې د چين مېډيا ګروپ به د واقعي خبرونو پر رسولو او د عدالت پر خپرولو ټينګار وکړي او هڅه به وکړي چې د خبرونو رسولو په برخه کې د بادارۍ، نژادي تبعيض او ايډيالوژيکو تعصبونو مخه ونيسي.