د چين پېژندنې نړيواله غونډه ترسره شوه
CRI2021-12-05 16:15:03
شريکول:

د چين پېژندنې د ۲۰۲۱ نړيواله غونډه د دسمبر له لومړۍ څخه تر څلورمې پورې د چين په ګوانګ جو ښار کې تر سره شوه چې عنوان يې (  له کومې ځای څخه راغلی دی او کوم هدف ته به ورسيږي- د نړۍ سل کلن بدلونونه او چين او د چين کمونېست ګوند) دی. په سلګونو چيني او بهرنيو ميلمنو په دغه غونډه کې د چين د پخوا، اوسمهال او راتلونکې په هکله بحثونه وکړل. د چين مېډيا ګروپ خبريالانو په دغه غونډه کې ميلمنو ته درې پوښتنې وړاندې کړې.

لومړۍ پوښتنه: د چين د پرمختګ د عجائبو کيليدی لاملونه څه دي؟

د چين د اقتصادي ميکانيزم د اصلاحاتو د څيړنې ټولنې دايمي مشر او د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې په اړه سيمو ته د اصلاحاتو ادارې پخواني مشر جاو ای وويل، په دې وروستيو کلونو کې د چين د چټک او باکيفيته پرمختګ عمده لاملونه د چين کمونېست ګوند لارښوونه کول، خلکو ته لومړيتوب ورکول او اصلاحات او ورخلاصون دي.

د چين د شيا مون پوهنتون د ادارې پوهنځي پروفيسر پان ويليم وويل، چې چين په دقيق ډول له بېوزلو سيمو او خلکو سره مرسته کولای شي، ځکه چې حکومت د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره دقيقې تګلارې غوره کولای شي.

دويمه پوښتنه: قوی شوی چين څنګه له نړۍ سره بلد کړي؟

د چين د نوښت او پرمختګ د ستراتيژيو د څيړنې ټولنې مرستيال او د کمونېست ګوند د مرکزي پوهنتون پخواني مشر شوی وې شين وويل، چې چين په تاريخ کې هيڅکله له نورو هېوادونو څخه تيري کوونکي جګړې نه دې پيل کړې. پخوانی او اوسنی چين دواړه داسی دی، په راتلونکې کې به هم داسی وي.

د هانکانګ د چيني ژبې پوهنتون د نړۍ او اوسني چين د څيړنې انسټيټيوټ مشر جنګ يونګ نيان وويل، چې چين د نړۍ د سولې ساتونکی، ابادونکی، ملاتړ کوونکی او جوړونکی دی.

د چين د اوسپنيزو لارو د پروژو ګروپ د يو فرعي شرکت چارواکي جانګ يون فې وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز نړۍ ته يوه اغيزمن، رنګا رنګ او شتمن ډګر برابروي. د چين او نړۍ اړيکو په اړه دغه جمله ډېره سمه ده چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه بايد جوړه شي او زموږ برخليک يو له بل سره ټينګي تړلي اړیکي لري.

د امريکا پخواني صدراعظم ګورډن برون وويل، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ خبره موږ ويښوي چې موږ بايد په ټوله نړۍ کې د ګډو ګټو لپاره يوه ګډه ټولنه جوړه کړو. زموږ هدف بايد له ايډيالوژيو او د ټولنيزو نظامونو له توپيرونو څخه لوړ وي او د دروازو د تړلو رويې دې مخه دي ونيول شي. نو زه د کډو هلو ځلو له نظريې سره موافقه کوم، سره له دې چې بېلا بېل هېوادونه د نظريو اختلافات لري.

درېيمه پوښتنه: له ۳۰ کلونو وروسته به چين څه بڼه ولري؟

د بيجينګ د ښوونکو د روزنې پوهنتون د تعليم او نوښت د څيړنې انسټيټيوټ مشر ليو جيان وويل، د چين اقتصاد به باکيفيته پرمختګ وکړي، د چين ساينس او تېکنالوژي به په نړيوال ډګر کې مهم رول ولوبوي.

د چين د اقتصادي ميکانيزم د اصلاحاتو د څيړنې ټولنې دايمي مرستيال جاو ای وويل، چې هيله ده چې د چين ځانګړی سوسياليزم ميکانيزم لا نور بشپړ شي. د چين د ادارې سيستم او توان د عصري کيدو کارونه په بنسټيزه توګه رامنځته شي. موږ به لا نور باکيفيته پرمختګ وکړو او خلک به لا نيکمرغه ژوند ولري او هم به لا زياتې ګټې تر لاسه کړي.