د هر کال د ډسمبر پنځمه نېټه د رضاکارانو نړيوالې ورځې سره برابره وي.
په افغانستان کې هم زرګونه کسان د ټولنې په بېلا بېلو برخو کې رضاکارانه چارې ترسره کوي.
زمونږ خبريال عابدالله حیدرزی په دغه ويډيويي راپور کې په افغانستان کې رضاکارانه چارو ته کتنه کړې او د ځوانانو چارو معينيت د رضاکارانو له مسؤل او ځينو رضاکارانو سره غږيدلی دی.