کريستالينا جيورجيويوا: نړيوال وجهي صندوق د ۲۰۲۱م کال د ټيټې نړيوالې اقتصادي ودې وړاندوينه کوي
CRI2021-12-05 14:48:38
شريکول:

د نړيوال وجهي صندوق مشرې کريستالينا جيورجيويوا د دسمبر پر ۳مه وويل، چې د اوميکرون ويروس د خپريدو له کبله پر اقتصادي ودې د خلکو باور کم شوی او دغه سازمان ښايي يوځل بيا په خپله وړاندوینه کې د روان کال نړيواله اقتصادي وده راټيټه کړي.

نړيوال وجهي صندوق د روان کال د اکتوبر پر ۱۲مه د نړيوال اقتصاد د لرليد راپور خپور کړ، چې له مخې به يې په روان کال کې نړیواله اقتصادي وده ۵ اعشاريه ۹ سلنه زياته شي، چې دغه شمېر د جولای په مياشت کې د شوې وړاندوينې په پرتله صفر اعشاريه يو سلنه کموالی ښيي.