د چین ډیموکراسي
cri2021-12-05 15:08:51
شريکول:

د بريټانيا د باس ښاروال مرستیال یوکتیشور کومار د چين د ډيموکراسۍ د يادونې په وخت کې وويل، له چين څخه د ليدنې په ترڅ کې مې وليدل، چې په زياتو کليو کې کليوال د خپل کلي په منځ کې د يوې لويې ونې لاندې ناست وو او د کلي د پرمختګ په اړه يې بحث کاوه.

د چين حکومت د دسمبر پر ۴مه نېټه د چين د ډيموکراسۍ تر عنوان لاندي سپين کتاب خپور کړ او په کښې د چين د ديموکراسۍ بنسټيزه بڼه ياده شوې، د چين د ډيموکراسۍ مفکوره، د نظام طرحه او بريالی عمل يې په هراړخيزه توګه معرفي کړی او دې ته يې اشاره کړې، چې د خلکو مالکيت د چين د ډيموکراسۍ اصل او بنسټ دی.

د ډيموکراسۍ اصلي مانا د خلکو واکمني ده او حاکميت د خلکو په لاس کې دی. د چين کمونېست ګوند د جوړېدو له سلو کلونو راهيسې، په تېره بيا د دغه ګوند له ۱۸م ملي کانګرس راهيسې، د ټول بهير ولسي ډيموکراسۍ په ټينګه توګه ترويج شوی ده. د ډیموکراسۍ د ترلاسه کولو لپاره ډیرې لارې شتون لري. يو هېواد ډيموکراتيک دی او که نه؟ دغې پوښتنې ته د ځواب ورکولو لپاره بايد لومړی دا تائيد شي، چې د دغه هېواد خلک د خپل سرنوشت باداران دي که نه.

څه ډول ډیموکراسي ریښتینې ډیموکراسي بلل کيږي؟ په حقیقت کې یوازې دوه داسې معیارونه شتون لري : آيا خلک راضي دي او  په حکومت باور لري.

د چين په اړه د نایجیریا د څېړنيز مرکز مدير چارلس اوونایجو وويل، چې چين د ډيموکراتيکې حکومتولۍ نمونه موندلې ده، چې د ملي شرايطو او خلکو له شرايطو سره سمون لري. د لوېديځو هېوادونو د سازمانونو لخوا ترسره شوې نظرپوښتنې ښيي، چې د چين له حکومت څخه د چينايانو رضايت هر کال له ۹۰ سلنې څخه زيات دی. دا د چين د ډيموکراسۍ د پياوړي ژوند تر ټولو واقعي انعکاس دی.

ډيموکراسي متنوع ده او نړۍ رنګينه ده، د چين د ډيموکراسۍ بريالي عمل په کلکه ثابته کړه، چې لوېديځه ډيموکراسي د انسانانو د ډيموکراسۍ يوازينی او ټول شکل نه دی او لويديځ هېوادونه حق نه لري، چې د بېلابېلو هېوادونو ډيموکراتيک نظام پخپله خوښه قضاوت کړي. چين به د خپل ډيموکراتیک نظام، نړيوالو ډيموکراتيکو اړيکو، همدارنګه د انسانانو د سياسي تمدن د پرمختګ لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.