د چين او لاوس تر منځ لومړی باروړونکی اورګاډی، چې د چين له کون مينګ ښار څخه يې حرکت کړي وو، د دسمبر د ۴مې نېټې په شپه د لاوس پلازمينې وينتيان ته ورسيد.
د چين او لاوس تر منځ اوسپنيزه لاره د دسمبر پر ۳مه ګټې اخيستنې ته سپارل شوې. د اورګاډو له لارې د مالونو د ليږد راليږد بيه ټيټه ده او سرعت يې چټک دی، چې د دغو اوسپنيزو لارو په اوږدو کې به زياتو توليدي چارو ته نوي فرصتونه برابر کړي.