د سوريې پر ادلب د امریکايي ځواکونو هوايي بريد ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې
CRI2021-12-05 14:49:01
شريکول:

د ايران د پريس تي وې د خبر له مخې، امريکايي پوځ د دسمبر پر ۳مه د سوريې د ادلب ولايت په جنوب کې د بې پيلوټه الوتکې په وسيله دري توغندي ويشتلي چې له امله يې يو ځايي اوسيدونکی ووژل شو او د دريو ښځو او يو ماشوم په شمول د يوې کورنۍ اووه غړي ټپيان شول. د دغه بريد له څو ساعتونو وروسته د امريکا مرکزي قوماندانۍ څرګنده کړې، چې په دغه بريد کې د سوري ملکي وګړو د مرګژوبلې په هکله به پلټنه وکړي او ويلي يې دي، چې د دغه بريد هدف د القاعدې سازمان جګ پوړی مشر و.

امريکايي پوځ د روان کال په سپتمبر کې پر سوريې د بريد په درشل کې يو جګ پوړی ترهګر وژلی دی. د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په تيره مياشت کې خبر ورکړ، چې امريکايي پوځ د ۲۰۱۹م کال په مارچ کې د سوريې د بغز پر علاقه دارۍ هوايي بريد وکړ، چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په شمول څه باندې اويا تنه بې ګناه وګړي ووژل شول، خو امريکايي پوځ د دغې پيښې د پټولو نيت نه دی ښودلی.