رويټرز د ډسمبر په ۵مه نېټه د يوګانډا له ولسمشر يويري موسېوينی سره يوه ځانګړې مرکه خپره کړې ده. موسېويني په دغه مرکه کې په دغه هېواد کې د پانګونې په اړه د چيني تصديو او د لوېديځې نړۍ د تصديو ترمنځ توپیرونه په ډاګه کړي دي. هغه ویلي، چې اوس د لوېديځې نړۍ تصدۍ د فرصتونو د ليدلو سترګې نه لري، خو چيني تصديو دلته د پانګونې فرصتونه ليدلي او نيولي يې دي. هغه زياته کړې، چې د لوېدیځې نړۍ د تصديو شتمني کافي ده، نو دوی اوس انديښنه نه لري.
د خبر له مخې، د چين دولتي او خصوصي تصدۍ په افريقا کې ډېرې اوږدمهالې پانګونې لري. د يوګانډا د پانګونې ادارې د شمېرنې له مخې، يوګانډا په افريقا کې د چین د پانګونې په لېسټ کې درېيم ځای نيولی دی.