د امريکا ډيموکراسي ولې نيمګړې شوې؟
CMG2021-12-06 14:55:31
شريکول:

د امريکا ډيموکراتيک نظام خپلې ځانګړتياوې لري او ښايي په همدغه هيواد کې ښه پايله ولري، خو دا پدې مانا نه ده، چې امريکايي شکله ډيموکراسي دې د نورو هېوادونو لپاره هم مناسبه وي او هيڅ نيمګړتياوې دې  ونه لري.

دغه خبرې د چين بهرنيو چارو وزارت په يوه راپور کې((د امريکا د ډيموکراسۍ وضعيت )) چې د روانې مياشتې په پنځمه نېټه يې خپور کړی، راغلې دي.

 دغه راپور د يولړ واقعيتونو، شمېرنو او د یو شمېر بهرنيو ارګانونو او کارپوهانو  د تحليلونو او څېړنو له مخې ليکل شوی دی او دې ته  پکې اشاره شوې، چې د امريکا ډيموکراتيک نظام پرمختګونه کړي، خو د وخت په تېرېدو سره يې تدريجي بدلونونه هم کړي دي او اوسنۍ  رامنځته شوې اغېزې يې له خپلو اصلي موخو  څخه بيخي لرې دي.

په دې کې شک نشته، چې امریکايي ډيموکراسي نيمګړې شوې او نيمګړتیاوې يې هم کمې نه بلکې ډېرې دي.

په امريکا کې ژوبله او زخمي ډيموکراسي روانه ده، چې بېړنۍ درملنې ته اړتيا لري، خو بيا هم د دغه هيواد حکومت  ډيموکراتيکه سرمشريزه رابولي او  ډيموکراتيک تمثيل کوي او له همدې لارې غواړي، چې د خپل ناروغ ډيموکراتيک نظام نفوذ لاپراخ کړي، خو دې ته نه ګوري، چې دغې کړنې يې د ډېرو هيوادونو نفرت راپارولی دی او ډېری هيوادونه ترې بېزاره شوي دي.

.

د چين په پلازمينې بېجينګ کې د روانې مياشتې په څلورمه نېټه د ((ډيموکراسي: د ټولو انسانانو ګډ ارزښت)) تر عنوان لاندې يو نړيوال فورم ترسره شو او ګډونوالو پکې د ډيموکراسۍ په اړوندو موضوعاتو ډېر بحثونه وکړل او پدې باور وو، چې په نړۍ کې يوه داسې ډيموکراتيکه بېلګه نه شته، چې د ټولو هېوادونو لپاره مناسبه وي، نو بېلابېل هېوادونه دې د ډيموکراتيک نظام د انتخابولو او عملي کولو په برخو کې يو د بل درناوی وکړي، د خپلمنځي توپيرونو موجوديت ته دې اجازه ورکړي او يو د بل له غوره والي څخه دې زده کړې وکړي. دغه راز دوی پر دې ټينګار وکړ، چې ځيني هيوادونه دې تضادونه، تقابل او تاوتريخوالی نه جوړوي، بلکې د يووالي، ګډو همکاريو او ګټو لپاره دې هڅې وکړي.

د چين مېډيا ګروپ رئيس او عمومي اېډيټر شن های شيونګ دغه فورم ته په وينا کې وپوښتل، چې آيا په امريکا کې هغه کسان چې د پوليسو لخوا سخت ځورول شوي، ډيموکراتیک او بشري حقونه لري؟

د وژل شوي تور پوستي جورج فلويډ په شان نورو وژل شويو کورنيو ته انصاف ورکول کيږي؟

د فورم ګډونوال دغو پوښتنو ته په فکر کې شول او د نه ځوابونه يې وويل..

 

پدې وروستيو دوو کلونو کې په امریکا کې څه شوي؟

د امريکا سپين پوستي پوليس د ټولو خلکو پر وړاندې د افريقايي الاصله امريکايي جورج فلويډ پر غاړې ګونډه کېښوده او ځای پر ځای يې وواژه، چې د نوموړي مرګ د امريکا په لر او بر کې لاريونونه راپورته کړل او د توکم پالنې ضد شعارونه يې ورکول .

کرونا وبا تر دې دمه، د ۷۸۰ زرو امريکايانو ژوند اخيستی او  د دې هېواد د بشري حقوقو رياکارانه پرده يې پورته کړې ده.

د ۲۰۲۱م کال په پيل کې د امريکا د ټولټاکنو د پايلو نه منونکو د دې هېواد د پارلمان پر ودانۍ بريد وکړ، چې دغه پېښه پدې هېواد کې  د ډيموکراسۍ او اساسي قانون له مخې د حکومتوالۍ په تاريخ کې تر ټولو توره تياره بلل کيږي.

پر امریکايي ډيموکراسۍ د ګوزارونو پېښې يوه  پر بلې پسې رامنځته شوي، چې د دغه هېواد د ډيموکراتيک نظام بدلونونه او نيمګړتياوې ترې څرګندې شوي او  ډېر امريکايان يې ناهيلي کړي دي.

سي اېن اېن په تېر سپتمبر کې د نظرپوښتنې پايله خپره کړه،  چې له مخې يې ۵۶٪ امریکايان پدې نظر دي، چې د امريکا ډيموکراسي له سختو ګوزارونو سره مخامخ ده. د امريکا د پيو څېړنيز مرکز د سروې له مخې۷۲٪ امریکايان پدې باور دي، چې امريکا د ډيموکراسۍ په برخه کې اوس د نورو هېوادونو لپاره بېلګه نه ده.

امريکا ځان ډيموکراتيک څلی بولي، خو اوس يې ډيموکراتيک نظام له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی. په داسې حال کې هم امريکايي سياستوال د ډيموکراسۍ  سرمشريزه رابولي او هڅه کوي، چې له دې لارې خپلو کورنيو تضادونو او ستونزو ته د خلکو پام بلې خوا ته واړوي .

امريکا به په دغسې هڅې موخې ته ونه رسيږي، ځکه دغه هېواد د ډيموکراسۍ په پلمه د خپلې بادارۍ په موخه ډېرې بدې کړنې کوي او د نړیوالو سترګو ته خاورې نشي ورشيندلی.

د سينګاپور د ځاوباو ورځپاڼې په يوې ليکنې کې ليکل شوي،  چې هره هغه کړنه چې د ډيموکراسۍ په نوم نړۍ په ګروپونو ويشي او د سړې جګړې له مفکورې او رنګونو څخه ډکه وي او د اوسنۍ نړۍ د پرمختګ له تمايل سره سمون ونه لري، نو ډېره به ګرانه وي، چې د بېلابېلو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي.