د امريکا په پينسيلوانيا ايالت کې مېشتو زرګونو چينايانو د نژاد پرستۍ ضد احتجاج وکړ
CRI2021-12-06 15:35:56
شريکول:

د امريکا د پينسيلوانيا ايالت په فيلاډيلفيا ښار کې مېشتو بهرنيو اوسيدونکو د تبيض، زورواکۍ، تسلط ضد او د امن ښار د جوړولو په عنوان لاريون تر سره کړ. په زر ګونو چينايانو د فيلاډيلفيا ښلر د سياسي چارو ادارې مخکې له اسيايي الاصله وګړو سره د دوه ګوني چلند او تبيض د ختمولو او د عامه امنيت تامينولو د شعارونو په پورته کولو سره د دغه ښار د ښوونيزو چارو ادارې پورې لاريون وکړ. په نيويارک کې مېشتو بهرنيانو د تبيض ضد څو غونډې تر سره کړې لړ په پينسيلوانيا ايالت کې له يادو فعاليتونو څخه يې ملاتړ کړی دی.

دغه لاريونونه څه موده مخکې په پينسيلوانيا کې د يوې زور زياتي پيښې ضد د احتجاج په موخه تر سره شول. د معلوماتو له مخې، د نومبر په ۱۷مه نېټه څو چينايان په مترو کې د ځينو ځونانانو لخوا وهل شوي وو او وروسته يوې اتلس کلنې چيني نجلۍ ورسره جنجال کړی و، خو د دوی لخوا دغه چينايان سخت ووهل شول او ټپيان يې کړل

په امريکا کې د کرونا وبا له رامنځته کېدو راهيسې د اسيايي الاصله اوسيدونکو په وړاندې د نژاد پرستۍ پيښې او جرمونه ډېر زيات شوي دي.