سینهوا اژانس د ډسمبر په ۵مه نېټه خبر ورکړ، چې له افغانستان سره د چين د بشري مرستو يوه جوپه د افغانستان بلخ ولايت ته ورسېده.
د بلخ ولايت چارواکي عبدالمتين سعيد د ډسمبر په ۴مه نېټه خبريالانو ته وويل، چې د چين مرستندويه توکي د روانې میاشتې په ۲مه او ۳مه نېټه د بلخ حيرتان بندر ته رسېدلي او د افغانستان د ډېرو ولايتونو خلکو ته به وويشل شي. هغه په خپلو خبرو کې له چين څخه مننه وکړه.
نوموړي وويل، چې له افغانستان سره د چین مرستې په باروړونکي اورګاډي کې د ازبکستان ترمز ښار ته لېږدول شوي او له هغه ځای په موټرونو کې افغانستان ته انتقالېږي. د چین د يادې مرستې ۵۰۰ ټنه توکي بلخ ته رسېدلي او ۵۰۰ ټنه نور توکي به په دې وروستيو ورځو کې افغانستان ته انتقال شي.