شي جين پينګ د ۲۰۲۱م کال د څونګ دو نړيوال فورم پرانيستونکو مراسمو ته ويډيويي وينا وکړه
CMG2021-12-06 10:39:27
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ۵مه نېټه له بېجينګ څخه د ۲۰۲۱م کال د څونګ دو نړيوال فورم پرانيستونکو مراسمو ته ويډيويي وينا وکړه.

نوموړي‌ وويل، د ګردې  نړۍ خلک اوسمهال له ډېرو ستونزو سره مخ دي. موږ بايد پر ورخلاصون، ټول شموليت او همکاریو ټينګار وکړو، څواړخيزتوب بايد خوندي او په فعاله توګه د بشر د ګډ برخليک ټولنه اباده کړو او له همدې لارې کولی شو، چې د اوسنۍ نړۍ ګڼې ستونزې حل کړو.