چين شل کاله کېږي چې په تجارت نړیوال سازمان کې شامل شوی دی. د چين جي ډي پي (GDP) له ۲۰۰۱م کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې ۸ چنده زياته شوې او د اقتصاد په برخه کې د نړۍ دوهم لوی هېواد ګرځېدلی او د هر تن په سر د جي ډي پي منځنی شمېر يې له لس زرو ډالرو څخه اوښتی دی.
په تېرو شلو کلونو کې د چين د تجارت عمومي حجم تقريباً ۱۰ چنده زيات شوی، چې د صادراتو په برخه کې د نړۍ لومړی او د وارداتو په برخه کې دوهم لوی هېواد کرځېدلی، او په بهر کې يې د چين د مستقيمو پانګونو اندازه تر ټولو ډېره ده.
چين له ۲۰۰۶م کال راهيسې د نړيوال اقتصاد د پياوړتيا لپاره تر ټولو لوی خدمت کوونکی هېواد دی او په تېرو څو مسلسلو کلونو کې د نړيوال اقتصاد د زياتوالي لپاره يې د چین منځني خدمتونه د نړۍ له ۳۰ سلنو څخه زيات دي.