هندي رسنيو خبر ورکړی، چې د هند په شمال ختيځ ناګالند ایالت کې د سکرو کان څو کارکوونکي د ډسمبر د ۴مې نېټې په شپه کور ته پر لار وو، چې په تېروتنې د هندي ځواکونو تر بريد لاندې راغلل او ۱۲ کسان ووژل شول.
رسنیو د هندي ځواکونو د چارواکو په قول ويلي، چې دوی استخباراتي مالومات درلودل او مخالفو وسله والو غوښتل پر هندي ځواکونو بريد وکړي او هندي ځواکونه له يوې اونۍ راهيسې د چمتوالي په حال کې وو، خو په پای کې يې په تېروتنې د سکرو کارکوونکي تر بريد لاندې راوستل.
له يادې پېښې وروسته د ځايي وګړو او هندي ځواکونو ترمنځ اخ و ډب او نښته وشوه، چې له امله یې یو عسکر مړ او دوه پوځي موټرونه وسوځول شول او یو شمېر عامو وګړو ته هم پکې مرګژوبله اوښتې ده.
د ناګالند ایالت د کورنيو چارو ادارې د روانې مياشتې په ۵مه نېټه رسنیو ته پېښه تائيد کړه او ويلي يې دي، چې په دغې پېښې کې ۱۴ عام وګړي وژل شوي دي.