ايران پر امريکا بيا غږ وکړ چې ناقانونه بنديزونه لغوه کړي
CRI2021-12-06 15:23:03
شريکول:

د ايران د ذروي مسئلې په هکله د خبرو اترو عالي استازي او د بهرنيو چارو مرستيال وزير خبري رسنيو ته وويل، چې ايران له امريکا څخه پر دغه هېواد د ناقانونه بنديزونو د لغوه کولو پر غوښتنې ټينګار کوي. هغه ويلي، امريکا په ۲۰۱۸ م کال کې له ذروي تړون څخه وتلې او اوس بايد دغه هېواد لومړی ګام پورته کړي.

نوموړي زياته کړې، چې ايران په وينا کې د خبرو اترو په بهير کې په ليکلې بڼه د امريکا لخوا پر دغه هېواد د ناقانونه بنديزونو او په ذروي ساحه کې د ځينو مسئلو په هکله دوه وړانديزونه کړي دي . هغه وويل، چې دغه دوه وړانديزونه د شواهدو پر اساس شوي او له منطق سره سمون لري او د خبرو اترو د بنسټ په توګه بايد وبللی شي. نوموړي هيله څرګنده کړې، چې د خبرو اترو نورې خواوې هم په ليکلي بڼه ورته ځواب ورکړي.