چين په څواړخيز سوداګريز سيستم کې د پرمختيايي هېوادونو له ګډون ملاتړ کوي
CMG2021-12-06 10:23:44
شريکول:

    د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، چين د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې له ګډون راهيسې له نورو پرمختيايي هېوادونو سره مؤثري مرستې کړي او اغيزمن ملاتړ يې ترې کړی دی او کوي يې. چين د پرمختيايي هېوادونو او پرمختلليو هېوادونو ترمنځ د توپيرونو د کمښت په هکله له ډېرو وروسته پاتې هېوادونو سره لا زياتې مرستې کوي. چين له هغو هېوادونو څخه دی، چې تر ټولو مخکې يې لومړی د ډېرو وروسته پاتې هېوادونو د تولیداتو په مقابل کې ګمرکي ماليات نه دي اخيستي. د سږ کال تر مې مياشتې پورې، چين هغو ۴۲ هېوادونو ته د ۹۷ سلنه وارداتي تولیداتو د ګمرکي مالياتو د نه اخيستنې امتيازونه برابر کړي دي، چې له چين سره يې رسمي اړيکې ټينګې کړي او اړوند سندونه يې لاسليک کړي دي. (غوټۍ)