چين: غواړي چې د خپل توان په اندازه له افغانستان سره مرسته وکړي
CMG2022/01/01 13:57:13
شريکول:

چین او افغانستان د تېر کال د ډسمبر په دېرشمه نېټه د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې ميکانيزمونو د کاري ګروپونو لومړۍ ناسته  تر سره کړه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان په يودېرشمه نېټه وويل، چې دواړو خواوو په عمده توګه د افغانستان د اوسني بشري حالت او اقتصادي بيارغونې په هکله د نظريو تبادلې وکړې.

ده زیاته کړه، چې په دغه غونډه کې په اړوندو ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ  د همکاريزو پرمختګونو په باب  خبرې وشوې او دواړو خواوو موافقه وکړه چې د حکومتولۍ د تجربو په باب به د نظريو تبادلې پياوړې  کړي، د اړوندو څانګو ترمنځ همغږي به  ټینګه کړي او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ لپاره خپلمنځي همکارۍ پرمخ بوزي.

نوموړي وويل، چين به  د خپل توان په اندازه د افغانانو د ستونزو د لېرې کولو او د اقتصادي بيارغونې په برخو کې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړيي او چين ته د لازياتو ځانګړو کرنيزو توليداتو له صادرولو څخه به ملاتړ وکړي. د دې ترڅنګ چين اعلان کړی، چې د غلودانو او طبي تجهيزاتو په شمول د ژمي د تېرېدو لپاره زيات اړين توکي افغانستان ته ولېږي او د حکومتي توان د پياوړتيا او د افغان چارواکو د روزلو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي. افغان لوري د چين له مرستو څخه مننه وکړه او ويې ويل چې په افغانستان کې به د چيني ارګانونو او کارکوونکو امنيت تامين کړي. دوی هيله وښودله چې چين په دې هېواد کې لازياته پانګه واچوي.

وياند جاو لي جيان دې ته په اشارې سره ويلي، چې اوس افغانان له سخت بشري بحران سره مخ دي. چين له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه، چې يو موټی شي او د ستونزو د لېرې کولو لپاره له افغانانو سره مرسته وکړي. دغه راز چين بشري مرستو ته د سياسي رنګ له ورکولو سره مخالفت کوي. چين ادعا کوي چې اړوند هېوادونه بايد د افغانستان شتمنۍ ازادې کړي او پر دې هېواد دې بنديزونه لېرې کړي او د افغانستان د بيارغونې عمده پړه دې پر غاړه واخلي.