د اولمپيک نړيوالې کميټې رئيس توماس باخ : د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو پر بريالیتوب باور لرم
CMG2022/01/01 13:51:07
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اولمپيک نړيوالې کميټې رئيس توماس باخ د تېر کال د ډسمبر په ۳۱مه نېټه د نوي کال د رارسېدو په مناسبت يوه وينا کې هيله څرګنده کړه، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنۍ لوبې بريالۍ شي او په دې سپورټي لوبو کې يې د امنيت پر تضمين باور وښود. د دې ترڅنګ هغه د توکيو په اولمپيک لوبو کې تر لاسه شوې لاسته راوړنې وستايلې.

هغه زياته کړه، چې د توکيو اولمپيک لوبې بريالۍ ګڼل کيږي او اوس نړيوال د بېجينګ اولمپيک لوبو ته پاملرنه کوي او دې ته  په تمه دي، چې دغه ژمنۍ سپورټي لوبې بريالۍ شي. هغه وويل، مونږ په دې ژمنيو سپورټي لوبو کې د امنيت پر تضمين همباور لرو. بېجينګ به له دې کبله داسې ښار وګرځي، چې پکې د اولمپيک ژمنۍ او دوبنۍ لوبې تر سره کيږي. د دې ترڅنګ د دغو ژمنيو سپورټي لوبو په ترسره کېدو سره به په نړۍ کې نوې زمانه پيل شي او درې سوه ميليونه چينايان به د واورو د سپورټونو په باب معلومات تر لاسه کړي.