د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې د ميکانيزمونو په اړه د چين او افغانستان د کاري ګروپونو لومړنۍ ناسته تر سره شوه
CMG2022/01/01 14:42:20
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت د اسيا ډيپارټمنت مشر ښاغلي ليو جين سونګ او د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت د دريم سياسي رياست مشر ذاکر جلالي د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر پر ۳۰مه په ګډه د بشري مرستو او اقتصادي بيا رغونې ميکانيزمونو په اړه د دواړو هېوادونو د کاري ګروپونو د لومړنۍ ويډيويي ناستې مشري وکړه.

د افغانستان د سرپرست حکومت د ماليې، ، نفتو او معادنو، سوداګرۍ او عامې روغتيا وزارتونو او د سرې مياشتې ټولنې استازيو او د چين د انکشاف او اصلاحاتو  ملي کمېټې، د سوداګرۍ وزارت، د چين د نړيوال پرمختګ د همکاريو  اېجنسۍ، د طبيعي سرچينو وزارت، د ګمرکاتو عمومي ادارې او د چين د سره صليب ټولنې په شمول د اړوندو څانګو استازيو، په دې ناسته کې ګډون کړی و.  

ليو جين سونګ ويلي، چې چين او افغانستان ښه ګاونډيان، ملګري، دوستان او وروڼه دي. په افغانستان کې يو شعر شته، چې که زړونه سره يو کړو او لاسونه سره ورکړو، دا کاڼي به لالونه شي او دا بوټي به لونګ شي. نن موږ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې ميکانيزمونو د کاري ګروپونو لومړنۍ ناسته تر سره کوو، ځکه چې موږ غواړو په دوحه کې د دواړو هېوادونو د اړوندو مشرانو تر منځ په ملاقات کې تر لاسه شوې موافقې عملي کړو، په هراړخيزه توګه په اړوندو ساحو کې د دواړو خواوو تر منځ د همکاريو پرمختګ  یقیني کړو، په ګډه د همکاريو په بهير کې رامنځته شوې ستونزې حل کړو، د راتلونکو همکاریو د لوري په هکله بحث وکړو او په ګډه د ګډې شتمنۍ  په لوري  ګام  واخلو.

ليو جين سونګ وويل، په ژمي کې اور له سور ګلاب څخه غوره دی. د چين خلک د افغانانو له اوسنيو کړاوونو سره خواخوږي کوي او د مشکلاتو په لېرې کولو سره په لومړي وخت کې څو جوپې بېړنۍ بشري مرستې کړې دي او په راتلونکې کې به ورته لا نور زيات ملاتړ برابر کړي. ليو جين سونګ وويل، دا غوره ده، چې خلکو ته د کب ورکولو په پرتله  دوی ته د کب نيولو طريقې وښودل شي. چين غواړي له افغانستان سره د پرمختګ تجربې شريکې کړي، د دغه هېواد د دايمي پرمختګ لپاره د پلانونو جوړولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي، له دغه هېواد څخه ملاتړ  وکړي، چې د خپل ملي حالت له مخې د پرمختګ لارې ولټوي،  چین ددې هرکلی کوي، چې د جلغوزيو، زعفرانو او  انارو په شمول ځانګړي محصولات دغه هېواد ته وليږل شي. چين د افغانستان  پلوي کوي، چې د راتلونکي پرمختګ لپاره د کانونو غني  سرچينې وکاروي، هيله لري، چې افغانستان د چين تصديو او اتباعو ته امن سوداګريز چاپيريال او د کارونو او ژوند ښه چاپيريال برابر کړي، تر څو د دوی حق حقونه وساتي، نړيوالې ټولنې ته په افغانستان کې د پانګونو د امنيت تامينولو  زمینه مساعده کړي. چين د افغانستان ستاينه کوي، چې افغانستان په فعاله توګه له ګاونډيو هېوادونو سره اړيکې ښې کړي او هيله لري، چې دغه فعاليتونه دوام ولري، د اسيا زړه په توګه جغرافيايي  رول ولوبوي او د پرمختګ خپل پلان د يو کمربند او يوې لارې او نړيوال پرمختګ له طرحو سره وصل کړي، تر څو په خپله د پرمختګ پياوړی توان  پیداکړي.

ليو جين سونګ وويل، چې څه چې کري، هغه به رېبي. ياده ناسته او د دواړو خواوو هلې ځلې د دوو ميکانيزمونو د پرمختګ لپاره ښه پيل او بنسټ جوړ کړی او يقين لرو ، چې په راتلونکې کې به ښې لاسته راوړنې تر لاسه شي.

ښاغلي ذاکر جلالي وويل، چين د افغانستان تر ټولو ښه ملګری دی او د دغه هېواد په تر ټولو مشکل وخت کې ورسره بشري مرسته کړې ده، چين ته د افغانستان د جلغوزيو د لېږلو چارو ته اسانتياوې برابرې کړي، د افغانستان خلک به  یې هير نه  کړي.

ده زیاته کړه، چې چين يو مسئولانه لوی هېواد دی، د يو کمربند او يوې لارې پلان د دې پلان په اوږدو کې ټولو هېوادونو ته ګټې رسولي او د افغانستان د پرمختګ توان يې پياوړی کړی دی. د افغانستان  مسؤول او له فساد پاک حکومت به دغه هېواد او ګاونډيو هېوادونو ته ثبات ورسوي او هيله لري، چې چين  او نړيواله ټولنه ورته لا زيات ملاتړ برابر کړي.

د افغانستان د اړوندو څانګو مسئولينو په دغه هېواد کې د سختو بشري حالاتو او د دغه هېواد د خلکو د ژوند د ښه والي، د اقتصاد پرمختګ په چارو کې د سرپرست حکومت اړوندې تګلارې معرفي  کړې. په دغه غونډه کې دواړو خواوو همدارنګه له افغانستان سره د بشري مرستو، د اقتصادي او تجارتي همکاريو د پراختيا په هکله د نظريو تبادله وکړه. له غونډې وروسته چين اعلان وکړ، چې افغانستان ته به لا نورې زياتې غلې دانې، طبي سامانونه او د ژمني پوښاک په شمول  نورتوکي وليږي.