د مغولستان صدراعظم به د بېجينګ د اولمپیک په ژمنيو لوبو کې ګډون وکړي
CMG2022/01/01 13:49:37
شريکول:

د مغولستان صدراعظم اويون ايردني اعلان کړی، چې د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو په اړوندو فعاليتونو کې به ګډون وکړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د ۲۰۲۱م کال د ډسمبر په ۳۱مه نېټه د دغه وزارت په يوه خبري ناسته کې وويل، چې صدراعظم اويون ايردني له هغو بهرنيو مشرانو څخه يو دی، چې د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې يې د ګډون هيله څرګنده کړه. چين د ياد اعلان هرکلی کوي او د مغولستان هغه کړنه ستايي، چې له يادو سپورټي لوبو څخه فعال ملاتړ کوي.

د خبر له مخې د مغولستان صدارعظم اويون ايردني په دې وروستيو ورځو کې د پارلمان په عمومي غونډه کې د ګډون په ترڅ کې وويل، چې اولمپيک لوبې د انسانانو جشن دی، نو بايد پرسياست پسې ونه تړل شي. مغولستان د بېجينګ د اولمپيک له ژمنيو لوبو څخه ملاتړ کوي.