چين: امريکا دې د ډيموکراسۍ د دوه ګونو معيارونو رياکارانه ماسک لېرې کړي
CMG2022/01/01 13:53:57
شريکول:

دا چې په دې وروستيو کې ځينو نړيوالو کارپوهانو او عالمانو د امريکا د تش په نامه د ډيموکراسۍ سرمشريزې او د دې هېواد د ډيموکراسۍ په هکله پر دې هېواد نيوکه وکړه؛ د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د ۲۰۲۱م کال د ډسمبر په ۳۱مه نېټه په دې اړه وويل، چې امريکا دې په سمه توګه د نړيوالې ټولنې منطقي انتقاد ته وګوري او د ډيموکراسۍ د دوه ګونو معيارونو رياکارانه ماسک دې لېرې کړي او د کورنيو مسئلو د حل وفصل لپاره دې واقعي ګامونه پورته کړي.

د پيو د څېړنيز مرکز په شمول د څو ارګانونو د ټولپوښتنو د نتيجو له مخې د امريکايانو په شمول نړيوال د امريکا ډيموکراتيک وضعيت ته خوشبين نه دي. څو ورځې دمخه د يوې شمېرنې له مخې په امريکا کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر له پنځه لکو څخه اوښتی، چې نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی. د دې ترڅنګ د ډزو پېښې او نژادي تبعيض کله نا کله رامنځته کيږي.