د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټې د ۲۰۲۱م کال د ډسمبر په ۳۱مه نېټه په بېجينګ کې د نوي کال لمانځغونډه ترسره کړه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ په دغه غونډه کې وينا وکړه.
شي جين پينګ د چين د بېلابېلو ډيموکراتيکو ګوندونو، صنعتي او سوداګريزو ټولنو، د بېلابېلاو مسلکونو کارکوونکو، پوځيانو، همدارنګه د هانکانګ، مکاو او تايوان اوسېدونکو او په بهرنيو هېوادونو کې چيني اتباعو ته د نوي کال مبارکي وويله.
نوموړي وويل، يووالی او هڅې هغې ارزښتناکې ځانګړتیاوې او روحيې دي، چې د چين د کمونېست ګوند او خلک په تېرو سلو کلونو کې خپلې کړي دي، هغه هيله وښوده، چې چينايان په نوي کال کې د هېواد د پرمختګونو لپاره يووالي او هڅو ته دوام ورکړي.