د سيمه ييز جامع اقتصادي مشارکت تړون (RCEP ) د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه نافذ شوی او پدې سره په نړۍ کې د ازادې سوداګرۍ تر ټولو لويه سيمه په رسمي توګه پرانيستل شوې ده.
RCEP پنځلس غړي هېوادونه لري چې چين، جاپان، د کوريا جمهوريت، استراليا، نويزيلنډ او د جنوب ختيځې اسيا پنځه هېوادونه پکې شامل دي. د نفوس، اقتصادي اندازې او سوداګريز ارزښت له لحاظه دغه هېوادونه د نړۍ د عمومي اندازې په سلو کې دېرش برخه جوړوي.
د دغه تړون له مخې، د دې تړون د غړو هېوادونو ترمنځ د ۹۰٪ صادراتو او وارداتو ګمرکي تعرفې به په تدرجي توګه صفر ته کمې شي.
دغه تړون په ټاکلي وخت نافذ شوی او له دې څخه ښکاري چې اړوندې خواوې په ګډه د څو اړخيزتوب، ازادې سوداګرۍ او د سيمه ييزو هېوادونو د يو ځای کېدو لپاره ټينګه اراده لري او د دغه تړون د پلي کولو له لارې به د سيمې حتی د نړيوالې سوداګرۍ د پانګونې د زياتوالي، اقتصادي سمسورتيا او پرمختګ لپاره مهم خدمتونه وکړي.