اسرائيل د حماس پر يو شمېر نظامي مرکزونو هوايي بريډونه کړي
CMG2022/01/02 14:58:04
شريکول:

د اسرائيل هوايي پوځ پر ځايي وخت د جنورۍ د لومړې نيټې په شپه د فلسطين د غزې پر سيمې انتقامي هوايي بريد وکړ تر څو د غزې په سيمه کې د وسله والې ډلې هغه کړنې ته ځواب ورکړ، چې په همدې ورځ يې اسرائيل ته نژدې پر سمندري سيمې دوه توغندي توغولي دي. 

د اسرائيل د دفاعي پوځ په قول د اسرائيل پوځ په وار سره د جنګي الوتکو له لارې د غزي سيمې په جنوب کې د خان يونس سيمې او د غزې سيمې په شمال کې حماس پر څو مرکزونو هوايي بريدونه کړي. تر اوسه پورې د دې بریدونو د مرګ ژوبلې په اړه هيڅ خبر نه دی خپور شوی.