د ایران د اسلامي انقلاب ګارډ د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دغه ګارډ په وروستيو ورځو کې د دغه هېواد په جنوب ختيځ (سيستان) بلوچستان په ولايت کې د وسله والو پر يو پټنځای نظامي عملیات کړي، چې په ترڅ کې يې ۶ تنه وسله وال کسان وژلي. د اعلامیې په خبره په دغه عملیاتو کي د اسلامي انقلاب ګارډ دري غړي هم وژل شوي.