د اوميکرون ويروس په اروپا کې زور اخستي
CMG2022/01/02 14:59:44
شريکول:

په زیات شمېر اروپايې هېوادونو کې هره ورځ ډېری کسان د کرونا په نوي بڼي اوميکرون ويروس اخته کیږي او شمير يې ورځ تر بلي په زیاتیدو دی. د راپورونو له مخي د کرونا وبا د رامنځته کيدو راهيسې اوسنۍ شمېر تر ټولو لوړ ښودل شوی دی. د زياتو هېوادونو د کارپوهانو په اند، د دغه ويروس د تيسټ اندازه کافي نه ده، د شمېرني کار ځنډنی دی، نو امکان لري چې په دغه ويروس د اخته کسانو شمېر د رسمي شمېر په پرتله زيات وي.