د چين او ازبکستان سياسي اړيکي۳۰ کلني شوې
CMG2022/01/02 15:43:44
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ او د ازبکستان ولسمشر ميزيويف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د دېرشمې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پیغامونه واستول.

رئيس شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له دېرشو کلونو راهيسې دغو اړيکو د زمانې په پرمختګ سره هم پرمختګ موندلی او د نړيوالو اړيکو يوه داسې ښه بېلګه ګرځېدلې چې دواړه هېوادونه په هماهنګۍ کې ګډ ژوند کوي او د همکاريو له لارې ګډ برياليتوبونه تر لاسه کوي. په تېره بيا د دواړو خواوو د ورخلاصون او اصلاحاتو او پرمختګ په بهير کې يو له بل څخه تجربې زده کول او د کرونا وبا پر وړاندې په مبارزې کې ښې همکارۍ پالل چې له دې کبله دواړه هېوادونه واقعي هر اړخيز ستراتيژيک همکاران ګرځيدلي دي.

رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د چين او ازبکستان ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته پاملرنه کوم او غواړم چې له ولسمشر ميزيويف سره د دوه اړخيزو اړيکو د لا پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړم.

ولسمشر ميزيويف وويل چې ازبکستان غواړي چې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي او د دوه اړخيزو اړيکو او همکاریو د نوي پرمختګ لپاره له چين سره ګډې هڅې وکړي.(غاټول)