په نړۍ کې د ازادې سوداګرې تر ټولو لويه سيمه ولی دومره پام وړ ده؟
CMG2022/01/02 14:51:10
شريکول:

د سيمه ييز جامع اقتصادي مشارکت تړون (RCEP) د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه نافذ شوی او په نړۍ کې د ازادې سوداګرۍ تر ټولو لويه سيمه په رسمي توګه پرانستل شوې ده.

دغه تړون په ټوله نړۍ کې له ۲ ميليارډو او ۲۰۰ ميليونو تنو سره تړاو لري چې د نړۍ د عمومي نفوس په سلو کې ۳۰ برخه نيسي.

دغه تړون لومړی د اسيان په ۶ هېوادونو او چين، جاپان، نويوزيلنډ او استراليا کې نافذ شوي دي او د کوريا جمهوريت کې به د روان کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه نافذ شي.

د دغه تړون له نافذېدو وروسته به په دې سيمه کې تر ۹۰ سلنه زياتو تجارتي مالونو ماليات صفر کېږي.

د اسيان خبري رسنۍ ويلي، چې دغه تړون به د سيمه ييز اقتصاد د سمسورتيا لپاره مهم رول ولوبوي.

د ملګرو ملتونو د تجارت پرمختګ کنفرانس په دې نظر دی، چې دغه تړون به په  ټوله نړۍ کې د سوداګرۍ تجاربت د نويو مهمو مرکزونو هڅونه وکړي.