امريکا: په ۲۰۲۱م کال کې د ډزو پېښو شمېر ۶۹۱ ته رسېدلی
CMG2022/01/02 14:49:56
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په امريکا کې په ۲۰۲۱م کال کې د ډزو سختې پېښې را منځ ته شوي چې شمېر يې ۶۹۱ ته رسېدلی او  له دې امله  زیات  شمېر کسان مړه او ټپيان شوي دي، چې شمېر يې د ۲۰۱۳م کال راهيسې په امريکا کې ټر ټولو زيات دی.

د مالوماتو له مخې، په امريکا کې د ۲۰۲۱م کال د ډسمبر تر ۳۱ مې نېټې پورې ۴۴۷۵۰ تنه د ‌ډزو په پېښو کې مړه شوي چي  ۱۵۳۳ تنه يې ځوانان او ماشومان دي. 

(مينه)