يو سمسور او پرمختيايی چين د نړۍ لپاره ګټور دی
CMG2022/01/02 10:56:27
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د ډيپلوماتیکو چارو پوهنځی د نړيوالو مسئلو د څيړنيز مرکز مشر بازانوف د نوي کال په مناسبت د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام تر اورېدو وروسته څرګنده کړه چې شک نه شته  چې چينايان په خوشحالۍ سره د نوي کال د رارسيدو هر کلی کوي.د امريکا د کوهن صندوق رئيس روبيرټ کوهن دې ته اشاره وکړه چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نوي کال د رارسيدو په مناسبت د مبارکۍ په پيغام کې ويلي چې د ډېرو چينايانو کورونو ته ننوتلی او د دوی ستونزې او اړتياوې يې اورېدلي. د ده خبرو ورباندې اغيزه کړې ده.

له عادت سره سم د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د نوي کال د رارسيدو نه مخکې ټولو چينايانو او نړيوالو ته د مبارکۍ پيغام ورکړ او هغوی ته يې سلامونه هم وړاندې کړل.هغه هم په خپل پيغام کې په تېر يو کال کې ډېرې نه هېرېدونکې کيسې يادې کړې او ګڼ شمېر هغه وګړي يې ستايلي چې په خپل ژوند او کارونو کې يې ډېرې هڅې وکړې. د دې ترڅنګ هغه ويلي چې چين په تېر يو کال کې د اهميت وړ کارونه تر سره کړل.

چين چې په نړۍ کې يو مليارډه او څلور سوه مليونه نفوس لري او د يو لوی پرمختيایي هېواد په توګه ګڼل کيږي، که خپل کارونه په ښه توګه تر سره کړي، نو دا به د نړۍ لپاره تر ټولو ستر خدمت وي. چين په تير يو کال کې د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې د لمانځنې فعاليتونه تر سره کړي او د دې ګوند د ۱۹مې مرکزي کمیټې په شپږمه عمومي غونډه کې يې درېيم ګوندي تاريخي پرېکړه ليک تصويب کړی او په ټاکلي وخت کې يې يوه شتمنه ټولنه اباده کړې او لومړی سل کلنه موخه يې تر سره کړې ده. اوس چين د دوهمې سل کلنې موخې د تر سره کولو لپاره ډېرې هڅې کوي. نه يوازې چينايان بلکې نړيوال هم له يادو لاسته راوړنو څخه برخمن شوي دي.

د تاريخ تر ټولو ښه يادونه د نوی تاريخ جوړول دي. نړيوال په ۲۰۲۲ کال کې دې ته په تمه دي چې چين نوې لاسته راوړنې ولري. چين د خپل پرمختګ او لازياتو لاسته راوړنو د تر لاسه کولو لپاره هم تيار دی. ټولو ته معلومه ده چې تر څه باندې يوې مياشتې وروسته به په بېجينګ کې د اولمپيک سپورټي لوبې پرانيستل شي. د اولمپيک د نړيوالې کميټې رئيس توماس باخ د نوي کال په مناست يوه وينا کې هيله وښوده چې دغه سپورټي لوبې بريالی شي، او ويې ويل چې په بېجينګ کې به نوی تاريخ جوړ شي. د دې ترڅنګ چين به په روان کال کې د بريکس هېوادونو د سرمشريزې غونډې کوربه وي او په فعاله توګه به په څو سرمشريزو او اړوندو فعاليتونو کې برخه واخلي. سربېره پردې چين به د څو اړخيزتوب پلي کولو ته ادامه ور کړي او د م م په مرکزیت به نړيوال سيستم او د نړيوالو قوانينو پر بنسټ نړيوال نظام وساتي او د نړيوالو مسئلو د حل وفصل لپاره به د چين لايحه وړاندې کړي.

۲۰۲۲ کال د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې د پړانګ کال دی. که څه هم نړۍ ارامه نه ده، چين باور لري چې په ښه توګه خپل کورني کارونه تر سره کړي او د نړيوالې سولې او پرمختګ د ساتلو لپاره خپل لازيات خدمتونه وکړي.

يو هوسا او سمسور چين په ۲۰۲۲ کال کې له نړۍ سره يوځای  د راتلونکي پرمختګ په لور کې روان دی.