د سوډان د لنډمهاله حکومت صدراعظم عبدالله حمدوک له دندې استعفا وکړه
CMG2022/01/03 10:28:58
شريکول:

د سوډان د لنډمهاله حکومت صدراعظم عبدالله حمدوک د جنورۍ په دوهمه نېټه له خپلې دندې استعفا وکړه.

نوموړي په همدې ورځ د تلويزيوني وينا پر مهال وويل، چې هغه په ټول توان هڅې کړي، چې ناورين ته د هېواد د ورتلو مخه ونيسي، خو د سياسي ډلو ترمنځ د نضادونو او د پوځي او اداري ډلو ترمنځ د جنجالونو له کبله بېلابېلې خواوې تراوسه موافقې ته نه دي رسېدلي، نو ځکه يې له خپلې دندې د استعفا پرېکړه وکړه، څو نورو کسانو ته د دغه هېواد د واک د انتقال بهير د پرمخ بيولو فرصت برابر کړي.

نوموړي همدارنګه وړانديز کړی، چې د واک انتقال د يوه نوي پلان د جوړولو لپاره دې د ګردي مېز غونډه ترسره شي.