د سيمه ييز جامع اقتصادي مشارکت تړون به د مختلفو هېوادونو همکاريو ته ښه زمېنه برابره کړي
CMG2022/01/03 14:40:20
شريکول:

د سيمه ييز جامع اقتصادي مشارکت تړون ( RCEP) ته د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د عمل جامه واچول شوه او ډېر هيوادونه به ترې ګټې واخلي. د معلوماتو له مخې، د چين، جاپان، د کوريا جمهوريت، اسټراليا، نوي زيلنډ او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو د ټولنې د لسو غړيو هېوادونو په شمول ۱۵ هېوادونو د ۲۰۲۰م کال د نومبر په ۱۵مه نېټه په ګډه یاد تړون لاسليک کړ. دغه تړون په نړۍ کې د ازادې سوداګرۍ ډېر لوی تړون دی او اصول يې د انلاين سوداګرۍ، د پوهنې ملکيت حق او د سياليزو تګلارو په شمول د مالونو، خدمتونو او پانګونو له نړيوالو سوداګريو سره اړه لري. دغه تړون به د نړيوال اقتصاد او سوداګرۍ د بيا سمسورتيا او زياتوالي سبب وګرځي، نو بېلا بېل هېوادونه دغه تړون ته په تمه دي او غواړي، چې د اړوندو فرصتونو په نيولو سره د خپل هېواد پرمختګ پياوړی کړي.

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ ويلي، چې چين د دغه تړون د تطبيق لپاره پوره چمتوالی نيولی دی. دغه وزارت به له اړوندو ادارو سره يو ځای په خپل هېواد کې د دغه تړون د پلي کولو د لارښوونې سند خپور کړي او د دغه تړون په چوکاټ کې د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا لپاره به له چيني تصديو او شرکتونو سره مرسته وکړي. دا به د سيمه ييز اقتصاد د يو لاس کېدو بهير نور هم ژور او وهڅوي.

پر چين سر بېره، جاپان هم د سيمه ييزو هېوادونو ترمنځ د دغه تړون د لاسليک او تطبيق لپاره فعال او مثبت رول لوبولی دی. د جاپان کابينې د ۲۰۲۱م کال په اپريل کې دغه تړون منلی دی. د دغه هېواد صدراعظم فونيو کيشيدا په خپلو خبرو کې دې ته اشاره کړې، چې د رسيپ ( RCEP) غړي هېوادونه دې په جدي توګه د دغه تړون په چوکاټ کې خپله دنده پر غاړه واخلي، څو د دوی د هڅو په رڼا کې نړيوال اقتصاد او سيمه ييز اقتصاد فعال او سمسور شي. جاپان به په دې بهير کې د ازادې سوداګرۍ او عادلانه نظام د جوړولو لپاره کوښښونه وکړي. دغه راز، هغه په دې نظر دی، چې چين به هم د سوداګريز چاپيريال په ښه کولو سره د نړيوال اقتصاد د يو لاس کېدو لپاره لا ستر خدمتونه وکړي.

په عين وخت کې د کوريا جمهوريت رسنيو خبر ورکړی، چې دغه تړون به د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په دغه هېواد کې په رسمي توګه پلی شي. د دغه هېواد پخواني صدراعظم هان سونګ جو هم دغه تړون ته په تمه دی. هغه ويلي، چې د دغه تړون د پلي کولو سره سم به بازار د ګمرکي مالياتو د کمښت له امله نور هم پراخ شي. دغه راز، د ډيجټل سوداګرۍ او اساسي توليدي ځايونو په شمول ځينو برخو کې به د سوداګرۍ سيمه ييز اصول هم ګټور تمام شي. په دې مناسبت به يوه قوي سيمه ييزه شبکه جوړه او د دې سيمې ارزښتناک ځنځېر به ثابت او پياوړی شي.

رسيپ( RCEP) به د نړۍ د ازادې سوداګرۍ د ډېر لوی سيمه ييز تړون په توګه د دې سيمې د مختلفو هېوادونو د اقتصاد د پرمختګ نوی خوځنده ځواک وګرځي. دا به د دې سيمې د دايمي سولې او دوامدار پرمختګ لپاره هم ښه زمينه برابره کړي. ازاده سوداګري او د نړيوال اقتصاد يووالی د عصري زمانې د پرمختګ لوری دی او ډېر زيات هېوادونه به ترې ګټې واخلي.