د سيمه ييز اقتصادي مشارکت تړون پلي‌کول د چین د ورخلاصون لپاره ډېر اهمیت لري
CMG2022/01/03 16:19:54
شريکول:

د سيمه ييز اقتصادي جامع مشارکت تړون(RCEP )د ۲۰۲۲ کال د جنوري په لومړۍ نيټه په رسمي توګه نافذ شوی دی، چې دا د ختيځې اسيا د سيمه ييزو هېوادونو ترمنځ د همکاريو لپاره د اهميت وړ لاسته راوړنې دي او د نړيوال اقتصاد د بيا احيا خوځښت يې رامنځ ته کړی دی.

RCEP د چين د نوي پرمختيایي جوړښت لپاره ډېر ستر اهميت لري او د دې تړون پلي کول د چين د لا ورخلاصون لپاره د اهميت وړ کار دی.

یاد تړون د اړوندو خواوو په کوښښونو سره تر اتو کلونو خبرو اترو وروسته، د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۱۵مه نېټه په رسمي توګه لاسلیک شو. د دغه تړون د غړو هېوادونو عمومي نفوس دوه مليارډه او ۲۷۰ مليونه تنو ته رسيږي او د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت يې ۲۶۰۰۰مليارډه امريکايي ډالره دی، چې د نړۍ د عمومي شمېر په سلو کې دېرش  جوړوي. نو د دغو هېوادونو اقتصادي پيمانه پراخه او پرمختيایي امکانات يې ډېر دي.

له يو کال راهيسې چين تر نورو هېوادونو مخکې دغه تړون منظور کړی او لومړی يې د دې تړون د منظورۍ سند وړاندې کړی او د ياد تړون د رسمي نافذېدو لپاره يې فعال او پرمخبېوونکی رول لوبولی دی. اوس مهال چين د دې تړون د پلي کولو او د اړوند مسئوليت د پر غاړه اخيستلو لپاره تيار دی. د چين د سوداګرۍ وزارت مرستيال وزير ژون هونګ بين په دې وروستيو ورځو کې وويل، چې د ياد تړون  په پلي کولو  سره به د کورنيو او بهرنيو مالونو د ګردش لپاره يو پل جوړ شي او د چين پر اقتصاد د کرونا وبا منفي اغيزې به هم لېرې شي.

RCEP تړون به د چين د نوي پرمختيايي جوړښت د ابادۍ لپاره د ملا د تیر په څېر رول ولوبوي.د دې تړون په نافذېدو سره به لوی سيمه ييز بازار په بېلا بېلو ساحو کې د اړوندو هېوادونو ترمنځ همکارۍ په خوځښت راولي او د دې ترڅنګ د يو لړ تدبيرونو په نيولو سره به نه يوازې د سيمه ييزو هېوادونو لازيات ځانګړي محصولات او توليدات چين ته صادر شي، بلکې غوره خدمتونه او تخنيکونه به هم چين ته برابر شي، تر څو د چيني تصديو د توليدي پرمختګ لپاره زمینه مساعده او د خلکو د ژوند اړتياوې به پوره کړي او د کورنيو مالونو ګردش به په سالمه توګه روان شي. سربېره پردې ياد تړون به د نړيوالو او کورنيو بازارونو پيوستون او د دوو ډولو سرچينو د استعمالولو لپاره مهم رول ولوبوي. له دې کبله به چين په لااغېزمنه توګه د صنايعو، د توليداتو د برابرولو او د دغو توليداتو د ارزښتونو په نړيوالو ځنځيرونو کې ګډون وکړي، صنعتي جوړښت به نور هم ښه کړي، اقتصاد به يې باکيفيته پرمختګ ومومي او د کورنيو او بهرنيو مالونو ګردش به چټک کړي، چې په پايله کې به نوی پرمختيایي جوړښت اباد شي.

دغه تړون د چين د ورخلاصون لپاره نوې موخه ټاکلې ده. ځکه چې د دې تړون له مخې د مالونو د سوداګرۍ، په خدمتي چارو کې د پانګونې او اصولو په شمول بېلا بېلو برخو کې د ورخلاصون سويه  د ورخلاصون د هغې سويې په پرتله لوړه ده، چې د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د ګډون لپاره چين ژمنه کړې وه. په RCEP تړون کې د چين حکومت د توليداتو د جوړولو، کرنې، د ځنګلونو او کب نيولو چارو او د کانونو د استخراجولو په پنځو ساحو کې خپلې ژمنې کړې او دغه راز د الکترونيکي سوداګرۍ او حکومتي تجهيزاتو د اخيستلو او د پوهنې د ملکيت حق په شمول ځينو نويو برخو کې هم ژمن و. دغه تړون د چين د لا ورخلاصون او د سيمې د صنعتي او برابروونکي ځنځيرونو د پرمختګ او د سيمې د غړو هېوادونو د يو ځای کېدو لپاره ګټور دی.

د ياد تړون غړو هېوادونو په ټاکلي وخت کې د تړون د نافذېدو لپاره ګډې هڅې کړې او نړيوالو ته يې هغه نيت ښودلی، چې دغه هېوادونه له يو اړخيزتوب او سوداګرۍ ساتونکو کړنو سره مخالفت کوي او له ازادې سوداګرۍ او څو اړخيزتوب څخه ملاتړ کوي. د یادولو وړه ده، چې دغه تړون د سيمې او حتی نړيوال اقتصاد په خوځښت  راوستلی شي.