د شانګهای نړيوال بندر د کانټينرونو د ليږد راليږد اندازه په نړۍ کې تر ټولو زياته ده
CMG2022/01/03 10:31:15
شريکول:

د چين د شانګهای نړيوال بندر ګروپ(SIPG) شمېرنې ښيي چې، په تېر ۲۰۲۱م کال کې له دغه بندر څخه تر ۴۷ ميليونو زيات کانټينرونه لیږد راليږد شوي او دغه شمېر د پرله پسې دوولسم کال لپاره په نړۍ کې تر ټولو زيات دی.

د شمېرنې له مخې په دغو ۴۷ ميليونو کانټيرونو کې ۳۲ميليونه کانټینرونه د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره کارول شوي چې د وړم کال په پرتله ٪۳ زياتوالی ښيي. دغه راز ۶ ميليونه او ۳۰۰ زره کانټينرونه د چين په دننه د کورنۍ سوداګرۍ لپاره کارول شوي، چې دا د وړم کال په پرتله ٪۲.۳ زياتوالی ښيي. دغه شمېرې د باربرۍ او عرضې د نړیوالو ځنځيرونو د تامين لپاره د شانګهای نړيوال بندر د خدمتونو ښکارندويي کوي.