د پولنډ د سکي وهلو ټولنې مشر: د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په ترڅ کې به د خونديتوب احساس وکړم
CMG2022/01/03 11:46:31
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پولنډ د سکي وهلو ټولنې مشر اپولونيوز تاجنرير (Apoloniusz Tajner) په دې وروستيو کې د سينهوا اژانس له خبريال سره په مرکې کې ويلي، چې چين د کرونا وبا پر وړاندې سمه پريکړه کړې او د دغې وبا د مخنيوي لپاره يې جدي تدبيرونه نيولي دي. نوموړي زياته کړې، چې د دغو تدبيرونو له کبله به د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په ترڅ کې د خونديتوب احساس وکړم.

نوموړي وويل، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې د روانې کرونا وبا له امله ډېرې ځانګړې دي او د تېرو دورو په پرتله توپيرونه لري. نوموړي د کرونا وبا د وقايې او مخنيوي لپاره د چين جدي اقدامات ضروري بللي او بار يې ښودلی، چې د جدي اقداماتو نيول د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د جوړوونکې ادارې سمه پريکړه ده او موخه يې دا ده، چې دغه لوبې په خونديتوب تر سره کړي.