د اسرائيل ځواکونو د جنورۍ په دوهمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د اسرائيل پوځي چورلکو او ټانکونو د جنورۍ د لومړۍ نېټې په شپه په غزې سیمه کې د حماس د بم جوړولو پر يوې اډې او څو پوستو بريدونه کړي دي.
په دغه اعلامیه کې ويل شوي، چې اسرائيلي ځواکونو دغه بريدونه يوه ورځ دمخه پر اسرائيل د حماس د دوو توغنديو د ويشتلو په غبرګون کې کړي دي.