د چين او قزاقستان مشرانو د دواړو هېوادونو د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۳۰مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه وليږل
CMG2022/01/03 14:36:13
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ، د قزاقستان لومړي ولسمشر نورسلطان نظربايف او ولسمشر قسيم جومارت توکايف د جنورۍ په درېيمه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د دېرشمې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.

شي جين پينګ نورسلطان نظربايف ته په خپل پېغام کې ويلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د ښه ګاوندټيوب او ګډو ګټو بېلګه ګرځېدلې ده. نوموړي د نظربايف ستاينه کړې، چې د چين په اړه يې پر دوستانه تګلارو ټينګار کړی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پرمختګ يې هڅولی او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په برخه کې يې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي دي.

شي جين پينګ جومارت توکايف ته په خپل پيغام کې ويلي، چې چين او قزاقستان ښه ګاونډي هېوادونه او دايمي هراړخيز ستراتيژيک ملګري دي. دواړو هېوادونو خپلمنځي اړيکې د لوړې کچې ته پورته کړي او ښه پرمختګ يې کړی، متقابل سياسي اعتماد يې ډېر ټينګ کړی، د بېلا بېلو کچو تګ راتګ يې ساتلی او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په برخه کې يې ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

نورسلطن نظربايف په خپل پيغام کې ويلي، چې دواړو هېوادونو د متقابل اعتماد او درناوي پر بنسټ دايمي هراړخيزې ستراتيژيکې اړيکې ټينګې کړي او قزاقستان هيله لري، چې له چين سره د خپلمنځي همکاريو د لا پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.

قسيم توکايف په خپل پيغام کې ليکلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ نمونه او د اروپا او اسيا د ثبات او سمسورتيا لپاره مهم لامل بلل کيږي.