د چين څوارلسم پنځه کلن پلان په لومړي کال ټولنيز پرمختګ موندلی
CMG2022/01/03 11:56:02
شريکول:

چين په ۲۰۲۱م کال کې د يو عصري سوسياليستي هېواد د جوړولو نوی سفر پيل کړ او په همدې کال کې يې څوارلسم پنځه کلن پلان ته د عمل جامه ور واچوله.

چين په پام کې لري، چې د څوارلسم پنځه کلن پلان په موده کې د اقتصاد او ټولنې د لوړ کيفيت پرمختګ ومومي او د ښه ژوند لپاره د خلکو له هيلو سره سم ګډه سمسورتيا تر لاسه کړي.

د شي ځانګ له لاسا څخه تر نينګچي پورې د لومړي بريښنايي اورګاډي پټلۍ، چې اوږدوالی يې څه دپاسه ۴۰۰ کيلومتره ښودل شوی، د ۲۰۲۱م کال د جون په ۲۵ مه نېټه پرانيستل شوه او اورګاډی اوس د لاسا او نينګچي لار په درېيو ساعتونو کې طی کوي.

 د دې رېل پټلۍ له پرانیستلو نژدې نیم کال تيريږي او شاوخوا ۶ سوه زرو کسانو پرې تګ راتګ کړی دی. دغه ریل پټلۍ نه یوازې د شي ځانګ د خلکو لومړی انتخاب دی، چې د ښارونو ترمنځ تګ راتګ وکړي، بلکې د رېل پټلۍ په اوږدو کې د سيلانۍ، کارموندنې او صنعت ګړندی پرمختګ هم ورپسې تړل شوی دی.

د چين په څوارلسم پنځه کلن پلان کې د اوبو او سړکونو د شبکو د جوړولو او د يو لړ سترو پروژو د پلې کولو ترتيبات نيول شوي دي.

د ۲۰۲۱م کال په يوولسو مياشتو کې د چين د رېل پټلۍ د ثابتې پانګونې اندازه له ۶۴۰ ميليارډو يوانو څخه زياته ښودل شوې ده، په ټول هېواد کې ۱۶۴۴ کیلومتره نوي ریل پټلۍ جوړې شوي، چې له دې جملې څخه ۶۱۰ کیلومتره د ګړندي اورګاډي پټلۍ دي او د ګړندي اورګاډو د پټليو عمومي اوږدوالی يې په نړۍ کې لومړی ځای لري.

چين په ۲۰۲۱م کال کې د نوي پرمختګ په مفکورې د خپلې ټولنې د پرمختګ مشري وکړه او نوښت يې وکړ. د چين  څوارلسم پنځه کلن پلان کې ويل شوي، چې د هيواد د عصري کېدو په ټوليزې ابادۍ کې بايد نوښت ته لومړیتوب ورکړل شي او د ملي پرمختګ ستراتیژي بايد د ساینس او ټېکنالوژۍ په برخه کې پر ځان بسیه شي. 

 د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۱م کال په مارچ کې په فو جيان ولايت کې له يوې تصدۍ  څخه د ليدنې په ترڅ کې خپلو خبرو کې په اشارې وویل، چې د چين پرمختيايي پلان په نوښت پورې تړاو لري، د هېواد لپاره د خدمت توان ترټولو مهم دی او حکومت به یې بشپړ ملاتړ وکړي.

په ۲۰۲۱م کال کې د چين د نوښت انډول په نړۍ کې ۱۲م مقام ته پورته شوی او د منځني عايد لرونکو اقتصادونو په منځ کې يې لومړی مقام خپل کړی دی.

 اقلیمي بدلون د ټولو انسانانو پر وړاندې یوه سخته ننګونه ده . د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۱ کال د اپريل په ۲۲مه نېټه د اقليمي بدلون په سرمشريزه کې وويل، چې چين به له ۲۰۳۰م کال مخکې د کاربن د ايستلو اندازه اوج ته ورسوي او له ۲۰۶۰م کال مخکې به کاربن نيوچرال رامنځته کړي. نوموړي ويلي چې چين به د پرمختللو هېوادونو په پرتله په لنډ وخت کې يادو موخو ته ورسيږي.

په ۲۰۲۱م کال کې په چين کې د ځنګلونو د پوښښ کچه له ۲۳ سلنې څخه زياته وه. چين به د ايکولوژيکي تمدن د ابادۍ، د زرغون بدلون او د انسانانو او طبيعت ترمنځ د عصري هماهنګۍ او د ځمکې پر مخ د ګډ برخليک ټولنې جوړولو ته دوام ورکړي.