رسيپ (RCEP) به د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک برابر کړي
CMG2022/01/03 14:30:42
شريکول:

رسيپ يعنی د سيمې د هراړخيزو اقتصادي همکاريزو اړيکو تړون يعنې رسيپ تړون (RCEP) د جنورۍ په لومړۍ نېټه په رسمي توګه نافذ شو او نړۍ ته به زيات پرمختيايي فرصتونه ورسوي او د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره به نوی خوځنده ځواک برابر کړي.

د چين د ګمرکاتو ملي ادارې د تازه شمېرنې له مخې، د نوموړي تړون د نافذېدو په لومړۍ ورځې د دغه هېواد ګمرکاتو د ۲۰۰ ميليونو يوانو په ارزښت اړوندو وارداتي او صادراتي توليداتو ته اجازه ورکړې ده.

د رسيپ تړون له غړو هېوادونو سره د سوداګرۍ اندازه د چين د بهرنۍ سوداګرۍ په عمومي ارزښت کې له يو پر درېيمې برخې سره برابره ده. د چين د سوداګرۍ وزارت ويلي، چې دغه تړون به د نوي پرمختګ د جوړښت ملاتړ وکړي او د چين او ګردې نړۍ د اقتصادي پرمختګ لپاره به نوی خوځنده ځواک برابر کړي.

د رسيپ تړون له مخې، د غړو هېوادونو ترمنځ تر ۹۰ سلنې زياتو مالونو ګمرکي تعرفې به ګام په ګام صفر ته ټيټې شي.